د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۱۴
ـ
د ناستې په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزلې کې د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشینۍ له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
آغلې اوتنبایوا د خپل ماموریت پر مهال د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه نړیوال قانع شوي دي.
د نوموړې په وینا، که روانې هڅې دوام ولري افغانستان به د سویلي او منځنۍ اسیا یو فعال هېواد وګرځي.
آغلې اوتنبایوا د اسلامي امارت په تېره څلور کلنه دوره کې د ستونزو سربــېره د طبعي پيښو او د کډوالو د لړۍ مدیریت وستایه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان په تړاو به کره معلومات له نړیوالو سره شریک کړي.
د ناستې پر دوام د یوناما مشرې له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ملګرو ملتونو ۲۵ ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې دي او د حالت له ارزولو وروسته به مرستې پیل کړي.
هغې د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې ملګري ملتونه د کډوالۍ د دایمي حل په موخه د افغانستان په شمال کې له مهاجرینو چارو وزارت سره په همغږۍ د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه پلي کوي او دویم پړاو به یې په نیمروز او فراه ولایتونو کې تطبیق شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او د اسلامي امارت د حکومت په دویمه دوره کې یې د نوموړې د هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اغلې روزا اوتنبایوا د ماموریت پر مهال یو شمېر مهم کارونه ترسره کړي او تمه ده چې لامثبت ګامونه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه یوې کمیټې ته دنده سپارلې ده او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ وویشي.
د محترم وزیر په وینا، چې د کډوالو چارو وزارت د مهاجرت د انګیزې ختمولو په موخه ستراتیژي چمتو کړې او له تخنیکي ارزونې وروسته به بشپړه شي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر د یوناما له چارو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د بازسازي و اجتماعي افغان موسسې سره د ۷ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اشیانه، هماهنګي کمک های بشري، همبستګي و مساعدت افغانستان نوین او توانمندي ماموریت زنان افغانستان موسسو سره د ۹۶۶ زره ۸۶۱ امریکايي ډالرو په ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې چې د اسلامي امارت څو تنو نورو چارواکو هم حضور درلود د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو او د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې، د پاکستان د جماعت اسلامي غړو، په افغانستان کې د سولې او ټېکاو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د. . .

بېرته خبرونه ته