د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین مولوي جانان آغا احمدزي په ملتیا، لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۲:۲
_

په دې ناسته کې حاضرینو په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ژوند د حالت په اړه معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې مهاله ورته د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.

د مهاجرینو استازو د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي او هیله یې څرګنده کړه، چې پخوانیو راستنو شویو ته به هم د حکومت لخوا د اړتیا وړ خدمات وړاندې شي.

د ناستې پر دوام د لوګر د مهاجرینو استازو خپل وړاندیزونه او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د حشر په ډول ټولو امارتي ادارو ته د کډوالو د ښه خدمت په موخه دندې سپارلې دي.

محترم وزیر لوګر ته د راستنو شویو وړاندیز ته په اشارې یادونه وکړه، چې له ارزونې او اداري پړاونو له بشپړولو وروسته به ورته د ځمکو وېش ته لاره هواره شي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې په جبري ډول راستانه شوي هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو له نیکهمرغه د اسلامي امارت په هڅو او مالي ملاتړ، له ایران او پاکستان څخه د راستنو شويو ښه خدمت وشو او اسلامي نظام ژمن دی، چې د اوسنیو او پخوانیو راستنو شویو هرې ستونزې ته به رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته