د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سویلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسوول ښاغلي محمد رضا بهرامي سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۷/۲۵ - ۱۱:۳۱
_

په دې ناسته کې چې په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي هم حضور درلود، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د سیمې د وروستي حالت په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي محمد رضا بهرامي په مهمو مسایلو کې د ایران په هکله د اسلامي امارت له دريځ څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کابل او تهران تر منځ په سوداګرۍ کې ښه پرمختګونه شوي او تمه ده، چې د نورو لاسته راوړنو په موخه، ایراني لوړپوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي او د ګډ کار او سوداګرۍ لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

ښاغلي بهرامي وویل، چې د ایران د جمهوري دولت چارواکو د افغان کډوالو اړوند له اسلامي امارت سره کړې ژمنې عملي کړې دي او څرګنده یې کړه، چې په ایران کې د افغانانو ناقانونه استوګنې د حل په موخه به له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي او همدارنګه به ایران، افغانانو ته ۲ سوه زره کاري ویزې ورکړي.

د ناستې پر دوام ښاغلي بهرامي د افغانستان او پاکستان وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ وبللې او څرګنده یې کړه، چې د اسلامي امارت د تایید په صورت کې ایران د کابل او اسلام اباد تر منځ د ستونزو په حل کې منځګړيتوب ته چمتو دی.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي محمد رضا بهرامي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د کابل او تهران اړیکو ته په کتو یې یادونه وکړه، چې د ایران جمهوري دولت دې له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي او د افغانانو د شتمنۍ له ضایع کېدو دې مخنیوی وکړي.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته د راستنېدو په موخه هڅوي، نوموړي د کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې افغانان په جبري ډول ونه باسي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ایران له لوري افغانانو ته د کاري ویزو ورکړه مهم ګام یاد کړ او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت به په ایران کې د پاتې افغانانو د ستونزو د حل په موخه یوه طرحه تهران ته وسپاري.

د ناستې په پای کې محترم وزیر څرګنده کړه، چې د نورو پر وړاندې د افغان خاورې کارېدل د اسلامي امارت پالیسي نه ده او غوره به وي چې ګاونډیان د تورونو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې د علماوو په همکارۍ حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته