د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان مېرمنو(نوای نی) موسسې تر منځ د ۱۰۰زرو او ۲۹۴ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسې د هوکړه لیک پر اساس ژمنه وکړه، چې دغه پیسې به په نیمروز ولایت کې۱۱۵۰ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنې ته د نغدي مرستو، زده کړو او عامه پوهاوي په برخه کې ولګوي.
