د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۳۸
_
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د یو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته لاړ او د هغه ولایت د مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی سره یې ولیدل.
په دې ناسته کې د دواړو خواوو د ستونزو د حل او له پاکستان څخه د جبري راستنیدونکو کډوالو ته د ښه ځواب ویلو په اړه بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې د وزارت مالي او اداري مرستیال، د وزارت د یو شمېر مرکزي رییسانو او امرینو سره یوځای یاد ولایت ته سفر وکړ؛ ترڅو د لنډمهاله میشت غالي څخه لیدنه وکړي، شته اسانتیاوې او اړتیاوې یې له نږدې وګوري او د وزارت له مقام سره یې شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته