د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسساتو سره د لا ښې همغږئ او د کمکونو او فعاليتونو د اغيزمنتيا لپاره ناسته ترسره کړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۱۳:۳۶
ـــــــــــ

1400کال، تلې، 13مه، کابل؛ افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد مسلم حقاني په يوه ناسته کې، د یو شمیرموسسو له چارواکو سره د دوي د فعاليتونو، کمکونو او د پروژو په اغیزمن تطبیق باندې بحث او خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، چې د IRC) ، CHA ، UNION AID او DRC) موسسو چارواکو پکې برخه اخیستې وه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال د پروژو په پلي کولو کې د دې ادارو د فعاليتونو په اغېرمنتيا باندې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د پخوانیو او اوسنې تړونونو له مخې راستنیدونکي کډوالو ته د پیسو په ويش کې بايد پوره دقت او سم نظارت وشي؛ ترڅو اړمنو خلکو ته مرستې په شفاف ډول ورسېږي.

ښاغلی حقاني د دغو موسسو چارواکو ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د دوي هر ډول ستونزو ته به په وخت رسېده ګي کېږي.

په دغه ناسته کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئيس مولوي ارسلا حقیار د دې موسساتو څخه وغوښتل، چې د خپلو پروژو پروپوزل او پلان دی دې وزارت ته وړاندې کړي؛ ترڅو وزارت ورسره په اړينو برخو کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته