د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر هېواد له شارژدافیر مرُدف القاشوطي سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۱۴
_

په دې ناسته کې چې له افغان کډوالو سره پر مرستو او همکاریو خبرې وشوې، ښاغلي القاشوطي له افغان کډوالو سره د قطر د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او وې ویل، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په مناسب ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره په همکارۍ غور کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره يې کړې ژمنې عملي کړې او په راتلونکې کې یې د لاډېرو همکاریو یادونه وکړه.
هغه د خبرو پر دوام څرګنده کړه، چې د قطر ولس او مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او له همدې امله د قطر د سرې میاشتې ټولنې او قطر الخيريه بنسټ په کابل کې فعالیت پیل کړی دی.

محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر د دولت شارژدافیر ته د ښه راغلاست پر مهال، له اسلامي امارت شره په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد له همکاریو او مثبتو اړیکو ستاینه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزې د حل هڅې کوي او زیاته یې کړه چې له مرستندویه او اړوندو ادارو سره کار کوي څو د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت رسیدونه وشي.
د ناسې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې افغان حکومت د کډوالو لپاره د هېواد په کچه د ۴۶ استوګنیزو ښارکوټو د رغولو هوډ لري او په دې برخه کې یې د قطر په ګډون د مرستندویو بنسټونو د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې محترم وزیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو له امله د قطر هېواد له مرستو مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته