د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار او په ځینو نورو سیمو کې د مېشت شینواري قوم له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۲۲:۵۹
-
د ناستې په پیل کې د شینوارو مخورو او علماو د مهاجرینو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او له خلکو سره یې د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې د ستونزو د حل په برخه کې ګټورې وبللې.
راغلو مشرانو او علمای کرامو وویل، چې له کوم امتیاز پرته د اسلامي نظام تر څنګ ولاړ دي او د هېواد په ساتنه کې له حکومت سره مرسته کوي.
دوی د ناستې پر دوام د کډوالو اړوند یو شمېر غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
حاضرو علمای کرامو له اسلامي امارت څخه د شینوارو په سیمو کې د ځمکو د حقوقي موضوع د حل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام دې، د ستونزې د حل لپاره بدیله لار ولټوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د شینوارو مخورو او علماو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د ولس د قربانیو او هڅو په پایله کې اسلامي نظام حاکم او د حکومت تکیه هم پر افغانانو ده.
نوموړي راغلو مشرانو او علماو ته په خطاب کې وویل، چې اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته ځانګړي پام لري او د امکان په صورت کې د خلکو هر وړاندیز ته رسیدنه کېږي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د مطرح شوو ستونزو د حل په موخه به له اړوندو ادارو سره همغږي وشي او د اسلامي اصولو په رڼا کې به ورته حللارې ولټول شي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په ټېنګار سره وویل، چې له تبعض پرته د افغان راستنو شوو خدمت کېږي او افغان ولس دې ډاډمن اوسي چې اسلامي امارت خپل امکانات له کډوالو نه دریغوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت د پوهنتون له ريیس سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت د فاریاب پوهنتون له رییس مولوي محمد محقق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت کې ډبریښنا د انرژۍ د سپما او پوهاوي پروګرام ترسره شو

د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ، د کډوالو او بېرته ستنوونکو چارو وزارت د کنفرانسونو تالار کې د بریښنا د انرژۍ د سپما په اړه د پوهاوې یو ورځننې کانفرانس ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د. . .

بېرته خبرونه ته