د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ له مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم سره ولیدل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۹:۵۷
sadam anwari
په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالحق د کډوالو لپاره د غوره امنیتي چاپېریال د برابرولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په ټولو ولایاتو کې به د پولیسو اړونده مسؤولین او منسوبین د کډوالو لپاره لازم چمتووالی ولري.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له ټولو امارتي ادارو او عامو هېوادوالو څخه د کډوالو لپاره له چمتووالي او مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې راستنېدونکي هېوادوال له ډېرو کلونو وروسته خپل هېواد ته راځي او اړتیا ده چې ښه هرکلی یې وشي. هغه یو ځل بیا وویل، په اجباري ډول د کډوالو ایستل د ټولو اصولو خلاف عمل دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته