د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن (چهار شنبه، د سلواغې ۲۴) د بغلان ولایت د اندرابونو د درېو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۱:۰
_

په دې ناسته کې د اندرابونو قومي مشرانو او مخورو په سيمه کې د سرتاسري امنیت راتګ او د فساد او زورواکیو له منځه تللو ستاینه وکړه، د خلکو د هوساینې او اقتصادي اړتیاوو په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل. دوی وویل چې د اندراب ولسونه د اسلامي امارت له حاکمیت څخه خوښ دي او اوسنی امنیت یې د سکون سبب ګرځېدلی.

قومي مشرانو زیاته کړه چې اوس خلک کولی شي په ډاډه زړه د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي، دوی د مغرضو کړیو هغه تبلیغات رد کړل چې د اسلامي نظام پر وړاندې ترسره کیږي، او ټینګار یې وکړ چې د اندرابونو ولسونه به هیچاته د اسلامي نظام پر ضد منفي عمل ته پرې نه ږدي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د قومي مشرانو له څرګندونو او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ولسونو هوساینې ته ژمن دی، د خلکو ستونزې درک کوي او هڅه کوي چې هره سیمه کې عدالت، امنیت او اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره شي.

په دې ناسته کې د سیمې د خلکو ستونزې او اړتیاوې هم مطرح شوې، چې محترم مولوي عبدالکبیر یې د حل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.
د وان مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

بېرته خبرونه ته