د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د شینوارو هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۸:۲
-
په دغه ناسته کې راغلو قومي مشرانو د کډوالو چارو له وزیر او د دې وزارت له کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې د راستنېدونکو بې وزلو او بې‌وسه کډوالو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې، د ستونزو د حل لپاره یې لازم اقدامات کړي او د خدماتو بهیر یې په ښه ډول مدیریت کړی دی.
قومي مشرانو ټینګار وکړ چې د شینوارو ولسونه، په ځانګړې توګه د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک، د اسلامي امارت کلک ملاتړ کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي څو د دوی په خاوره یا د تورخم په سیمه کې شخصي یا سیاسي پروژې پلي کړي او یا له دې سیمو څخه ناوړه استفاده وکړي.
راغلو مشرانو د خپلو یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ، د کډوالو چارو له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د قومي مشرانو له راتګ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې ته رسېدنه د اسلامي امارت یوه مهمه وجیبه ده.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانانو پر مخ خپلې دروازې نه تړي، بلکې د ولس خدمت او د هغوی له حقوقو څخه دفاع خپل ديني، ملي او انساني مسوولیت ګڼي.
په پای کې ښاغلي وزیر ژمنه وکړه چې د راستنېدونکو کډوالو د ژوند د ښه والي لپاره به خپلې هڅې لا پسې پراخې کړي او زیاته یې کړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته