د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، په جلا جلا ناستو کې د خوست، پکتیا او لغمان ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مسؤولینو سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۲۰:۴۲
_

په دغو ناستو کې د یادو ولایتونو استازو د خپلو سیمو د عمومي وضعیت، امنیتي او ټولنیزو چارو او د ولسي همکاریو پر مختلفو اړخونو بحث وکړ او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
راغلو مسوولینو وویل، تېر شل کلن جهاد یو دروند مزل و، خو الحمدالله افغان مجاهد ولس د الله تعالی په مرسته په بریالیتوب سره ترسره کړ او اوس به د خپل ولس د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پياوړتیا لپاره خدمت ته چمتو دي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د علماوو او قومي مشرانو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ټینګار یې وکړ، چې حکومت د ولسي اړیکو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري. نوموړي د علماوو او مشرانو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي نظام به د ټولو افغانانو د شته ستونزو د حل او سوکاله ژوند د زمینې برابرولو لپاره به هڅې کوي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د راغلو قومي مشرانو او علماوو له لوري د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره به اقدامات وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته