د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د اروپايي اتحادیې له شارژدافیرې سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۲۰:۵۱
_
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، نن د اروپايي اتحادیې له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې د کډوالو چارو پخواني وزیر، شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې اروپايي اتحادیه به د کډوالو او راستنېدونکیو چارو له وزارت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړه، چې اروپايي اتحادیې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته *اعلان* کړې ده چې د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو په برخو کې به ولګول شي. هغې ټینګار وکړ، چې د دې مرستو په تطبیق او عادلانه ویش کې د اسلامي امارت همکاري اړینه ده.
نوموړي وویل، چې اروپايي اتحادیه او له هغې سره شریک بنسټونه د افغان کډوالو لپاره د صحي سکتور، تعلیم، کاروبار، خوراکي توکو او نورو برخو کې د ۱۱۳ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند *او د هغوی په زور ایستلو بهير* دې په بېړني دول پای ته ورسېږي.
هغه وویل، چې *د کډوالو موضوع دې سیاست پورې نه تړل کيږي، او* اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان *ته* را ستانه شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت له خوا د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د ښارګوټو جوړول او ورته د ځمکو ویش په ولایتونو کې روان دي، خو د دې پروژو د لا ښه تطبیق لپاره د نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.
نوموړي له اروپايي اتحادیې وغوښتل چې په ژمي کې دې د افغان کډوالو لپاره د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر وویل، چې اسلامي امارت د اقتصادي پروژو له لارې هڅه کوي د بېکارۍ او کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي او تر هغې چې افغانستان اقتصادي خودکفايي ته رسېږي، نړیوالې بشري مرستې دې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته