د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۵۷
-

په دې ناسته کې چې د بغلان ولایت د دری ولسوالیو، خوست، پرینګ او ګذرګاه نور قومي مشرانو او مخورو په کې حضور درلود. راغلو قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي  نظام په ټینګښت سره د آمنیت، ثبات تامین، د عدالت د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې بې ساری امنیت رامنځته شوی او د ظلم، اداري فساد او بې عدالتۍ مخه نیول شوې.
همدا راز  راغلو مشران د اسلامي  امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د نظام د پیاوړتیا  او دوام  لپاره به هر ډول همکاریو ته دوام  ورکوي.
دوی په یادو ولسوالیو کې د سړکونو، روغتون، د مساجد او مدارسو لپاره تعمیرونو، استنادي دیوالونو جوړولو او نورې ستونزې له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او زیاه یې کړه چې نن الحمدالله په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی، د شریعت مبارک احکام پلې کېږي او د افغانستان د پرمختګ لپاره پراخ اقدامات روان دي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي  امارت موخه د یو باعزته، خودکفاه او خپلواک افغانستان دی او د خلکو خدمت یې ستر مسوولیت دی.
هغه ډاډ ورکړ چې  د دوی ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته