د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ګربزو ولسوالۍ د علمای کرامو او قومي مخورو په ناسته کې ګډون وکړ

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۰:۵۹
-

دغه ناسته چې ګربزو ولسوالۍ په اشرفیه مدرسه کې جوړه شوې وه، د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ محمد فقیر محمدي هم په کې برخه لرله.
په پیل کې قومي مخورو او علمای کرامو ګربزو ولسوالۍ ته د محترم مولوي عبدالکبیر د سفر له امله خوښي څرګنده کړه او په دغه ولسوالۍ کې یې د یو لړ ستونزو د حل په برخه کې د محترم وزېر هڅې وستایلې.

قومي مخورو د کډوالو او بېرته راساتنېدونکو چارو وزېر ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د اسلامي نظام ساتنه د دوی مسوولیت دی.

د ناستې پر دوام د ګربزو قومي مخورو او علماو د ځینو موضوعاتو په هکله د ولس وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.

ورپسې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزېر په خوست کې د ولسونو له مشرانو سره په لیدنو خوښي څرګنده کړه او د جهاد په بریا او د اسلامي نظام په راتګ کې یې د هغوی هڅې وستایلې.

محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه چې د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت مسولیت دی او حکومت هڅه کوي څو پر وخت د ولس ستونزو ته حل ولټوي.

نوموړي د مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزونو د ستونزو پر حل ټېنګار وکړ او په دې برخه کې یې د خلکو د مرستو ستاینه وکړه.

محترم وزېر زیاته کړه، چې د مدرسې او عصري زده کړو علما اسلامي امارت ته د قدر وړ دي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارا لخوا د ګربزو د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته