د کډوالوچارو وزارت او نړيوالوبنسټونو ترمنځ دهمغږۍ ميکانيز تصويب شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۱ - ۹:۱۹
میکانیزم هماهنگی میان وزارت  امور مهاجرین با نهادهای بین المللی تصویب شد

د کډوالو او راستنېدونکو چاو وزارت او دطبيعي پېښو پړوړاندې دمبارزې وزارت ترمنځ د همغږۍ ميکانيزم د نړيوالو بنسټونو سره دراستنېدونکواو داخلي بېځايه شوو د اجرايوي کمېټې DIREC) ) کې د نظم پرڅرنګوالي او دفعاليتونو په همغږۍ د تېرې سې شنبې په ورځ د وري په ۲۰مه د اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله  په مشرۍ چې دکډوالو چارو وزارت د چارواکو او يوشمېر ملي او نړيوالو بنسټونو په شتون کې جوړه شوې وې تصويب شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، دغه ميکانيز دکډوالو چارو وزارت په همغږۍ د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې وزارت او همکاريو موسسو په همغږۍ جوړ شوی و،چې  ګډ فعاليتونه لاسته راوړي او تشريح کوي يې.

همدارنګه دښاغلي بلخي په دغه ناسته کې  دکډوالو چارو  وزارت فعاليتونه، دځمکو وېش، همدارنګه  دهرات او  بادغيس ولايت دبېځايه شوو د نوې ځای پرځای کېدنې او لېږد په اړه وويل، چې هرات او بادغيس ولايت ته يو زميني اجرايوټيم ټاکل شوی چې دځمکو وېش اود بېخايه شوو خپلو اصلي سيموته د لېږد په برخه کې کارونه ترسره کړي. هغه زياته کړه چې په بادغيس کې په دريو ساحو کار روان روان دی او په هرات کې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه د بر رسۍ لاندې ده.

دملي وحدت حکومت اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله  د راپور له اورېدو وروسته ټينکار وکړ،چې دبېځايه شوو د لېږ لپاره اسانتياوې برابرې شي اوپه دغه برخه کې بايد کړنې نورې هم اساسې شي او دفعاليتونو په پلي کولوکې د پرمخګت له څرنګوالي څخه کار واخيستل شي ترڅو په دې برخه کې روڼيتا رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته