د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
_

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس په توګه د یاد وزارت د اداري او مالي معین شیخ کلیم الرحمن فاني له لوري د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
ښاغلي فاني په دغو مراسمو کې د کابل د کډوالو ریاست د اهمیت په اړه خبرې وکړې، هغه وویل، چې د کډوالو چارو وزارت د مظلومو او کډوالو د ملاتړ ځای دی.
نوموړي د پخواني رییس عبدالرحمن حبیب زي له هڅو مننه وکړه او نوي رییس ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.
وروسته د کابل د کډوالو چارو ریاست نوي رییس مولوی دین محمد حقبین وویل: د الله ج او  د رسول الله ص تر اطاعت وروسته د امیرالمومنین حفظه الله اطاعت واجب دی او دغه نظام د بې شمېرو قربانیو په بدل کې منځته راغلی دی، دغه نظام ته، په لوړ او ټيټ بست کې، خدمت کول زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له ځانګړنو څخه یو هم اطاعت دی، د امارت ټول غړي د یوې عقیدې ورونه دي او ترمنځ یې د نظر او لیدلوري اختلاف نه شته.
د غونډې په پای کې پخواني رییس ښاغلي حبیب زي د ښاغلي حقبین پر ګومارنه خوښي څرګنده کړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته