د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې د پروګرامونو د برخې مسول او مرستیالې د وزارت له مسلکي مرستیال وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۸:۴۶
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې د پروګرامونو د برخې مرستیال ښاغلي احمدضیا مایار او مرستیالې مېرمن هنا روز هالوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پروژو د تطبیق په برخه کې لاس ته راوړنې او ستونزې او د همکارۍ د هوکړه لیکونو په اړه خبرې وشوې.
مېرمن هالوي په افغانستان کې د دنمارک د مهاجرینو د ټولنې د فعالیت د پیل، خدمتونو او کړنو په اړه ښاغلي راشد ته بشپړ معلومات ورکړل.
هغې وویل چې د دنمارک د مهاجرینو ټولنه په افغانستان کې د سرپناوو جوړولو، د معیشت پروګرام، د محافظتي نقدي مرستې او د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې فعالیتونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ او همغږۍ سره په عملي توګه پر مخ وړي.
د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د ټولو همکار سازمانونو فعالیتونه باید د مهاجرینو اړوند وي او د دې وزارت له همغږۍ او همکارۍ سره ترسره شي او همدارنګه باید د بې ځایه شویو او مهاجرینو لپاره زیات پام وشي.
ښاغلي راشد د اداري خورا لږو لګښتونو او د اسلامي امارت د اصولو سره برابر د همکارو بنسټونو د فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او د بې ځایه شویو او مهاجرینو لپاره یې د تعلیم او روغتیا په برخو کې د هر اړخیزو مرستو د دوام غوښتنه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۶
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ معاونیت د کار پوهانو په همکارۍ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنۍ ورکشاپ د وزارت د. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو ګډه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو د بایومټریک شویو ۱۱۱ بېځایه شویو کورنیو د لېږد ناسته د وزارت د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول


د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې په پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د لېندۍ پر درویشتمه نېټه د. . .

بېرته خبرونه ته