د چین د بورسیې رقابتي ازموینه د مهاجرینو چارو په وزارت کې واخیستل شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
_

د چين د بورسیې لپاره رقابتي ازموينه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۸ تنو کارکوونکو په ګډون واخیستل شوه.

د وزارت د بشري سرچینو رییس مفتي مدیر ګل احمدي د دې ازموینې د څارنې پرمهال پر پوره روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، چې وړ، با استعداده، ژمن او رښتیني کسان د خلکو د خدمت لپاره غوره کړي، چې د دې ادارې لپاره ښه لاسته راوړنه ولري.

د دې ازموینې له ګډون کوونکو څخه به هغه ۸ تنه چې لوړې نومرې ترلاسه کړي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته ور وپېژندل شي.

ټاکل شوې ده چې د چين د بهرنيو مرستو او تجهيزاتو په اړه به دوه اونيز ښوونیز سيمينار ډېر ژر په چین کې جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د تخار ولایت سیلاب ځپلیو کورنیو سره د غمشریکۍ په پار یاد ولایت ته سفر وکړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی د لارښوني پر اساس د بیا ځلې میشتېدنیې ریېس مولوي شکر الله شاکر په مشري یو پلاوي د غبرګولې د میاشتې په ۲۴مه تخار ولایت ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د بېځایه شویو د شمېرو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه

 د داخلي بېځایه شوبو د شمېرو د همغږۍ په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بېځایه شویو په ریاست کې ناسته وشوه، چې د مرستو د همغږۍ، د مهاجرینو د اطلاعاتو او څېړنې، پلان او پالیسۍ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۲۱:۸
Background image

د قطر سره میاشت د راستنو شوو مهاجرینو لپاره کورونه جوړوي

د هلال احمر قطري د مرستو او نړیوالې پراختیا  رئیس دوکتور محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل
په ناسته کې د. . .

بېرته خبرونه ته