د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره ګډه ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې راستنو شویو مهاجرینو او داخلي بېځایه شویو ته د پوهنې په برخه کې د اغېزناکو اسانتیاوو برابرولو، په ښارګوټو کې د مکتبونو او کلینیکونو جوړولو او د موسساتو او خیریه بنسټونو د ستونزو او فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.