د پناه غوښتونکو مرستيال په کابل کې د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې يوشمېر استازو سره ليدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په کابل کې د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې  (Save the Children)يو شمېر استازو سره ليدنه وکړه او د داخلي بېځايه شوو سره دمرستو لپاره يې ددې ادارې په پلانونو خبرې وکړې.

د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې استازو په افغانستان کې ددې ادارې د پلانونو په ځانګړي ډول د داخلي بېځايه شوو سره دمرستو او ظرفيت لوړولو په برخه کې معلومات ورکړل او کډوالو چارو وزارت سره يې  د داخلي بېځايه شوو په برخه کې د هر ډول بشري مرستو او ګډو برناموپه برخه کې   دهمکاريوخبر ورکړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته