د پناه غوښتونکو مرستيال په افغانستان کې د المان سفير سره وليدل

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۰:۲۳
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د لړم په ۱۱مه په افغانستان کې د المان د سفير سره په وزارت کې وليدل.

ښاغلي کاکړ له افغانستان سره د کارکولو لپاره د المان حکومت د ژمنو مننه وکړه او دکډوالو وزارت له خوا يې د کډوالو د ملي ستراتېژۍ دپلان خبر وکړ.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو يوځل بيا د کډوالو د سيمو د اداره کولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې او ډاډمنې همکارۍ ژمنه وکړه.

له بل لوري د کډوالو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال د ډيپورت شوو او کډوالو پر کاري ځواک د وزارت نوي تمرکز باندې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته