د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانه شاوخوا (۳۰۰) تنه افغان مهاجر خوشې او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۳۸
-

(۲۷۸) افغان مهاجر چې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې و د بهرنیو چارو وزارت  او په اسلام آباد کې د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې په هڅو له قيده ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کراچۍ ښار د پولیسو له لورې د افغان مهاجرو د نيولو په تعقيب د هېواد د بهرنيو چارو وزارت، د افغانستان سفارت او مهاجرينو چارو وزارت، په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو اتشې ته دنده ورکړل شوې وه، چې د نيولو شوو افغانانو د خوشې کولو او لېږد په برخه کې  جدي اقدام ترسره کړي، چې په پايله کې (۲۷۸) تنه افغانان، چې پکې ميرمنې، سړي، مشران او ماشومان شامل ول خوشې شول.

د خوشې شوو افغانانو د معلوماتو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د نظر لاندې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې هېواد ته انتقال او د همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې ( ۳۳) کورنیو هرې کورنۍ ته ( ۳۰) زره افغانۍ نغدې، خوراکي توکي، د کور وسايل  او (۱۵۷) تنو مجردينوهر یو ته (۳) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.

په پام کې ده، چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت يادو کورنيوته  د اړتياوو په نظر کې نيولو وروسته  مرستې ترسره کړي.

د يوبل خبر له مخې تېره شپه  (۳۰۰) افغان مهاجر د سند د حيدرآباد له زندان څخه  خوشې او د افغانستان سفارت اوپه اسلام آباد کې  د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې د کار کوونکو  ترڅارنې لاندې ورته بسونه ونيول شول او د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته