د ولایتي مسولینو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴۰
-
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو رییسانو، آمرانو او اجرایوي مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د دغه ورکشاپ د جوړیدو هدف د مهاجرینو، د مهاجرینو ښارګوټو، د دویمو واحدونو، د هوکړه لیکونو سمې پلي کېدا او د مرکزي او دویمو واحدونو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د مدیریتي، رهبرۍ، پلان جوړونې، راپور ورکونې، مالي، څېړنیزو او معلوماتو د پوهاوي لوړاوی دی.
لومړی د وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي د خپل ریاست کاري موخې بیان کړې او د موخو د لا ښه پلي کېدو لپاره یې د دغه ډول ورکشاپ جوړوړل یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: د ادارې د غوره دفتردارۍ او غوره حکومتولۍ لپاره اساسي شرط دا دی، چې مدیریت او رهبري ښه شي او علم او هنر ته لا زیاته پاملرنه وشي.
ورپسې د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د اسلام د مبارک دین د احکامو او لارښوونو له نظره په نظام کې د چارواکو د کاري موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نظام یو مسول باید درې ځانګړنې ولري: له الله جل جلاله څخه وېره، له نفسي خواهشاتو څخه ځان ساتل او ښه خدمتګار اوسېدل.
له الله سبحانه وتعالی څخه وېره تر ټولو غوره لامل دی چې انسان د الله تعالی له نافرمانۍ څخه لرې ساتي، د نظام د مسولانو لپاره تر ټولو غوره صفت دا دی چې له نفسي خواهشاتو ځان وساتي او د خپلې ټولنې رښتیاني خدمتګار واوسي.
ښاغلي فاني د ولایتي مسولینو د ورځنيو کارونو د پلي کولو او چمتو کولو په موخه د دغه ډول ورکشاپ جوړېدل مهم او اړین وګڼل او مظلومو مهاجرینو ته یې د رښتیني خدمت پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د نن ورځې د پروګرام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ویاړم چې له ملت، اسلامي امارت او اطاعت سره په همغږۍ کې د خپل مسولیت د ترسراوي، د احکامو او الهي اوامرو پلي کولو او د اصلاح او ښه خدمت په موخه په دې ورکشاپ کې یوځای یو.
له څو لسیزو وروسته موږ د اسلامي حکومت، یووالي او اتفاق شاهدان یو، چې الله تعالی موږ ته یو واحد نظام را ډالۍ کړی دی، چې په ټوله کې اسلامي احکام پلي شوي دي.
د هېواد دښمنان غواړي چې په بېلابېلو لارو او په رنګارنګو دسیسیو حاکم نظام او یووالی بدنامی کړي.
ښاغلي حقاني ګډونوالو ته خطاب کې زیاته کړه: د افغانستان خلک په تاسو باور لرئ او د الله تعالی او اسلامي امارت پر حکمونو عمل وکړئ. پر خلکو رحم او کرم ډېر کړئ او خلکو ته خپل رښتیني خدمتونه ترسره کړئ.
نوموړي همدا راز له مسولینو وغوښتل، چې د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې دې له همکارو بنسټونو سره په ښه همغږۍ له مهاجرینو سره بشري مرستې وکړي.
په ننني ورکشاپ کې د ملکي خدمتونو د انستیتوت استاد عبدالله فضل یار ګډونوالو ته د یو پریزنټیشن په ورکولو سره د رهبرۍ د ظرفیت لوړونې، پلان جوړونې او د مهمو عناصرو په اړه یې معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول


د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې په پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د لېندۍ پر درویشتمه نېټه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د مهاجرینو چارو وزارت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد سره په ناسته کې د مرحوم. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۲۱:۵۶
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په اړه د افغانستان او نورو هېوادونو خلکو د خواخوږۍ د مننې او درناوي په اړه د مهاجرینو چارو وزارت د مالي مرستیال پیغام

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د افغانستان د شهید پرور ملت، ګاونډیو هېوادونو او په هېواد کې له میشتو نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه چې د. . .

بېرته خبرونه ته