د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل له امنیې قومندان سره وکتل
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت له امنیې قومندان مولوي عبدالبصیر مضحاري سره وکتل.
په دې کتنه کې مسلکي مرستیال د خپل سفر موخې، د مهاجرینو ستونزې او د دوی غصب شوې ځمکې له ښاغلي مضحاري سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د سرپل ولایت امنیې قومندان د وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي راشد سره د همکارۍ ژمنه وکړه.