د وزارت مالي او اداري مرستیال د ناروې د مهاجرت شورا د خوندیتوب او ملاتړ مسؤلې سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د ناروې د مهاجرت شورا د خوندیتوب او ملاتړ مسؤلې سلما عبد اللاهي او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کاري پروژو په اړه خبرې وکړې.
مېرمن سلما د خوندیتوب او ملاتړ په برخه کې د یاد بنسټ د هڅو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې مرستې د اړتیا له مخې، اړمنو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.
د وزارت مالي او اداري مرستیال د زیانمنو خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې د دې ادارې او نورو مؤسسو د کار ستاینه وکړه او ویې ویل:
زموږ په هېواد کې ستونزې ډېرې دي، ډېر مهاجر هېواد ته راستانه شوي، سلګونه زره خلک لومړنیو مرستو ته اړ دي.
غوره ده چې دغو زیانمنو سره لا نورې مرستې وشي او تاسو ورته پخپلو اصلي موخو کې ځای ورکړئ، موږ به په دې برخه کې تاسو سره همکار یو.
دغه راز ښاغلي خروټي د لا نورو مرستو هیله وښوده او زیاته یې کړه؛ له هغو بنسټونو مننه کوو، چې په دې برخه کې همکاري کوي او هیله لرو چې په دې برخه کې د مرستندویو بنسټونو هڅې هم د پرمختګ په حال کې وي.
په دې غونډه کې د وزارت د مقام دفتر او د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې ریاست، رئیسانو هم شتون درلود.
