د وزارت لیدلوری
د وزارت نظر
نظــــر:
- دکډوالو په خپله خوښه او خوندي راستنېدنه او بشري حقونو ته لاس رسی.
مامورت:
- دکډوالواو پناغوښتونکو چارومديريت.
- دکډوالو اوداخلي بېخايه شوو دايمي ځای پر ځای کېدنه.
- دکډوالو او بېځايه شوو لپاره دحقوقو، ټولنزو او بنيادي خدمتونو وړاندې کول.
- دملي اونړيوالو مرستو راجلبول.
اساسي ارزښتونه
- موږ ټول فعاليتونه د دين او کلتور د نورمونو او ارزښتونو سره سم په صداقت، لاس رسي، روڼتيا( شفافيت) او حساب ورکونې سره کوو.
- موږ د هېواد دننه او بهر دبېځايه شوو، راستنېدونکو او کډوالو دګټوڅخه ملاتړ کوو.
- موږ په ګمارنه او دخدمتونو په وړاندې کولوکې لوړ مسلکي معيارونه په پام کې نيسو.
- موږ دهېواد په وده او پرمختياکې د کډوالو او راستنېدونکو پر رغنده رول باور لرو.
- موږ متوازنه او دوامداره پرمختګ او دکډوالو او ټولنواړتياوو او نظرياتو ته په پام سره د ځای پرځای کېدنې ګډې کړنلارې ته ژمن يو.
- موږ دښځو او نورو زيانمنو شوو ډلو فعاله رول او ګډون ته د اهميت په توګه ګورو.
- موږ د اړوندو شريکانو په همکارۍ او همغږۍ ټينګ باور لرو.
- موږ دانتقاد مننونکې کلتور د ودې په هڅه کې يو.