د وروستۍ زلزلې له امله شهیدانو او زخمیانو هېوادوالو ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خواشينۍ پيغام

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۴:۱۴
په ډېرې خواشینۍ سره چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې زموږ په سلګونو هېوادوال شهیدان او او زخمیان شول.
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي او مسؤلین ددغې درد ناکې پېښې له امله په رامنځته شووځاني اومالي زيانونو ژوره خواشيني څرګندوي، دخپلو شیهدانو اوزخمي هېوادوالو په غم کې ځان شريک ګڼي او ددوى کورنيو ته دجميل صبر غوښتنه کوي.
په پام کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د محترم رییس الوزرای په لارښوونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني دیو يلاوي په مشرۍ دپوره چمتو والي او لومړنیو مرستو دوېش په موخه خوست اوپکتیکاته لاړشي او دپېښې د قربانیانو د کورنۍ د غړو سره له نږدې لیدنه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته