د وخت مدیریت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۳
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو لپاره د چارو عمومي ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست د ملکي خدمتونو د انستیتوت په همکارۍ د وخت مدیریت په نامه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د پروګرام په پیل کې د مهاجرینو چارو وزارت مالي مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د وخت په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: بېشکه وخت یو ګرانبیه جوهر دی، که انسان یې یوه شیبه هم په ښه توګه په پام کې ونیسي، د هغه دنیا او آخرت به ښه وي او که د یوې شیبې لپاره هم غفلت وکړي، الله تعالی به ترې ناراضه وي او دنیا او اخرت به یې خراب وي..
ښاغلبي فاني زیاته کړه: که څوک د وخت په قدر پوه شي، نو په دنیا او آخرت کې به کامیاب شي
موږ باید خپل وخت وپیژنو او ارزښت ورکړو او که وخت هسې تیریږي، دا به خامخا زیانمن وي.
ورپسې د چارو عمومي ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست د ملکي خدمتونو د انستیتوت رییس حافظ اسدالله هارون خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د وخت ارزښت خورا مهم دی او د وخت د مدیریت په موخه د نن ورځې پروګرام جوړ شو، چې د وخت پر ارزښت پوه شو او په خپل ورځني ژوند کې ترې اغېزناکه ګټه پورته کړو.
هغه وویل: که وخت ته ارزښت ورنکړو؛ نو خپل کارونه په ښه توګه مدیریت نشو کړی، یو مسلمان باید د وخت په قدر پوه شي او ښه استفاده ترې وکړي، د وخت ارزښت ستاسو په اداره او مدیریت کې د مثبت بدلون راولي.
او په پروګرام کې د ملکي خدمتونو د انستیتوت د استاد عابد مومند لخوا د وخت د ارزښت، د وخت د مدیریت د ارزښت د درک او مفهوم، د اسلام له نظره د وخت ارزښت، د وخت د ضایع کېدو د لاملونو په ګوته کولو او د وخت په مدیریت کې له معاصرو وسایلو څخه د استفادې په اړه چمتو شوی پریزینټشن وړاندې شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته