د هبيتات لوی رييس د کډوالو او ښارجوړونې له وزيرانو سره خبرې اترې وکړې

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۰:۳۹


Bottom of Form

رئیس عمومی هبیتات با وزرای امور مهاجرین و شهرسازی صحبت و گفتگو نمود

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د دفتر رييسه مېرمن ميمونه چې  افغانستان ته يې سفر کړی، په يوه ګډه ناسته کې يې د کډوالو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ښارجوړونې له وزير  جواد پيکار سره وليدل.

په دغه ليدنه کې چې د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه په ښارجوړونې وزارت کې ترسره شوه، د دواړو لورو د بحث مهم موضوعات د شورا برنامې پلی کول او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د استوګنې د ښې زمېنې برابرول و.

د کډوالو چارو وزيرپه افغانستان کې د هبيتات ادارې له هڅو د مننې ترڅنګ د شورا برنامې د پلي کولو لړۍ د چټکوالي غوښتونکی شو.

د يادونې ده چې پلازمېنې زون د ادارې رييس، د سيمه ييزو ارګانونو د ښارواليو مرستيال،د ښاروجوړونې وزارت د استوګنې مرستيال او د دولتي ادارو يو شمېر مسولينو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته