د مهاجرینو چارو وزیر کاپیسا ته ولاړ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقان ی دیو پلاوي په مشرۍ دلیندۍ په (٩) مه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
د مهاجرینو چارو وزیر د کاپیسا ولایت د مهاجرینو چارو آمریت کړنې وارزولې، په دغه ولایت کې یې د ژمنيو مرستو د وېش په موخه د اړمنو کورنیو سروې ګټوره وبلله او د همکارو مرستندویه بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه،چې مرستې دې د مهاجرینو چارو وزارت سره په همغږۍ ووېشي.
حقان ی د کاپيسا ولایت د مهاجرینو چارو آمريت مسؤلينو ته ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې به راستنېدونکو او بېځايه شو ته لاډېر خدمات وړاندې کړي.
د مهاجرینو چارو وزیر د کاپیسا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د تخنیکي سروې پای ته رسېدو ته په اشارې وویل، هغه خلک چې د ښارګوټي ځمکه یې غصب کړې، بې له شکه بېرته به ځمکه سپاري او د پلان مطابق به کارونه ترسره کېږي.
ښاغلي حقان ی د کاپیسا ولایت د یتیم خانې څخه لیدنه وکړه،زده کوونکو سره یې د خپلې شخصي بودیجې څخه نغدي مرسته وکړه او د ښوونکو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د هغوی په ښوونه او روزنه کې زیار وباسي.
هغه همدارنګه د یو شمېر راستنېدونکو سره هم لیدنه وکړه او دخپلې شخصي بودیجې څخه یې ور سره نغدي مرسته وکړه.
الحاج حقان ی د کاپیسا ولایت د والي قاري احسان الله بریال سره هم لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو پرحل او هغوی ته د خدماتو په وړاندې کولو خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د مهاجرینو چارو وزیر په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ ویې ویل، چې په کاپیسا ولایت کې به اړمنو او مستحقو کورنیو ته د مرستو د وېش برنامه د ولایت مقام سره په همغږۍپلې شي.
د کاپیسا ولایت والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت دکړنو څخه مننه وکړه او د دغه وزارت د برنامو د پلي کولو په برخه کې یې دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
