د مهاجرینو چارو وزیر په جلا ناستو کې له جهادي مشر استاد محمد اکبري او لوګر ته د راستنو شویو له استازو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په دوو جلا ناستو کې له جهادي مشر استاد محمد اکبري او لوګر ته د راستنو شویو له استازو سره وکتل.
په لومړۍ ناسته کې قومي مخور او جهادي مشر استاد محمد اکبري د اسلامي امارت او ولس په اړیکو او همکاریو خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانان د ثبات او امن ملاتړ کوي.
نوموړي د اسلامي امارت لخوا ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي اکبري د ځینو موضوعاتو په اړه خپل نظر او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز په دویمه ناسته کې لوګر ته د راستنو شویو استازو د اړمنو او کډوالو وضعیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه, چې اسلامي امارت دې د ژمي تر راتګ وړاندې له بېوزلو راستنو شویو سره د خوراکي توکو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.
هغوی د وزارت له همکاریو د مننې تر څنګ د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي امارت سره یې د همکارۍ له امله د هغوی هڅې وستایلې.
محترم وزیر د ښاغلي اکبري له وړاندیزونو په خوښۍ څرګندولو وویل، چې اسلامي امارت ولس ته د خدمت کولو او د هغوی د ستونزو حل مسوولیت لري او زیاته یې کړه، چې د شریعت په رڼا کې به دغو وړاندیزونو ته د رسېدنې هڅې وشي او له اړوندو برخو سره به یې شریک کړي.
هغه د ژمي تر راتګ وړاندې د اړمنو راستنو شویو د لاس نیوی په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له راستنو شویو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې د اړتیا وړ مالي امکانات په واک کې لري.
په پای کې محترم وزیر په لوګر کې د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه.
