د مهاجرینو چارو وزیر له له ډاکټر نجیب الله مجددي سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د مجددي کورنۍ له مشر ښاغلي ډاکټر نجیب الله مجددي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
ښاغلي حقاني وویل، د افغانستان اسلامي امارت به هیڅکله په اسلام، ټاټوبي او د شهیدانو په وینو معامله ونکړي او همدا د ټولو افغانانو هیله ده
ښاغلي مجددي وویل: د افغانستان اوسنی وضیعت فوق العاده دی، په تېرو ۴۰ کالو کې داسې امنیت نه و راغلی، فساد د صفر کچې ته رسېدلی او د نړیوالو له بندیزونو سره سره ا. ا. د پام وړ لاسته راوړنې لري