د مهاجرینو چارو وزیر د کابل امربالعروف او نهې عن المنکر ملکي ریاست له پلاوي سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۲۰:۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او سمع شکایاتو ملکي ریاست له رئیس مولوي محمد ثواب او مل پلاوي سره ولیدل
په دغه لیدنه کې یاد پلاوي خپل ځینې ستونزې او مشکلات له حقاني صیب سره شریک کړل
ښاغلي حقاني د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارونه د ملت جوړونې لپاره اړین وبلل او په کاري چوپړ کې یې د نرمښت او مصلحت سپارښتنې ورته وکړې
نوموړي ډاډ ورکړ، چې ددوی کومې ستونزې د مهاجرینو وزارت اړوند وي په اړه به یې جدي اقدامات وکړي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته