د مهاجرینو چارو وزیر د پروان والي سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقا ني کاپیسا او پروان ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د پروان ولایت له والي ښاغلي عبیدالله امین زاده سره ولیدل
په دغه ناسته کې، چې د پروان ولایت د مهاجرینو رئیس مولوي میا محمد ابراهیم هم شتون درلود، ددغه ولایت د مهاجرینو د ریاست په فعالیتونو، کاري لاسته راوړنو، په دغه ولایت کې د داخلي بې ځایه شوو او راستنو شوو مهاجرینو په ستونزو او ورته د سهولتونو برابرولو او د مرستو د ویش په میکانیزم خبرې وشوې