د مهاجرینو چارو وزیر د فراه ولایت له مرستیال سره وکتل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۲۱:۴
-

د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني او ورسره مل پلاوي فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددغه ولایت له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار سره وکتل
په دغه ناسته کې د داخلي بې ځایه شوو په ستونزو، د وچکالۍ د اغیزو، د بشري مرستو په میکانیزم، شفافیت او په دغه ولایت کې د مهاجرینو چارو ریاست په کړنو او ګډې همکارۍ خبرې وشوې
ښاغلي حقاني د وچکالۍ د اغیزو کمولو لپاره د بندونو جوړول اړین وبلل او ژمنه یې وکړه، چې له اړونده ارګانونو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ به په دې اړه جدي اقدامات ترسره کړي، ترڅو د بېځایه کېدو مخنیوي کې ګټور تمام شي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته