د مهاجرینو چارو وزیر د زلزله ځپلو سره د مرستو له بهیر څخه څارنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۸:۳۵
sadam anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ او پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر څارنه وکړه، د مرستو د ویش لپاره ټاکل شوو کمېټو کاري راپور یې واورېد او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې
ښاغلي حقاني په سپېرې ولسوالۍ کې له ازرو کلي څخه، چې د زلزلې له امله زیانمن شوي و؛ هم لیدنه وکړه او هلته یې له علماءو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ
د یادونې وړ ده، چې د محترم رئیس الوزراء د امر سره سم د مهاجرینو چارو وزیر، د حوادثو د مخنیوي مرستیال وزیر او د روغتیا وزیر له اولې ورځې څخه په سیمه کې شتون لري او د مرستو رسولو ټول کارونه له نږدې څاري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

گزارش کاری یکساله وزارت امور مهاجرین با رسانه ها شریک شد

مسئولان وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان روز یکشنبه 23 اسد به مرکز رسانه های حکومت حضور یافته و طی نشست مطبوعاتی از فعالیت ها و کارکرد های یکساله این وزارت به رسانه و مردم گزارش دادند.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۲:۳۷
Background image

د زلزلې له امله ویجاړو شوو کورونو د بیا رغونې لپاره عمومي سروی پیل شوه


د پکتیکا ولایت ۳ ولسوالیو، ګیان، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د ا. ا. ا. د ځانګړې کمېټې له لورې، چې له څو سکتوري وزارتونو څخه تشکیل شوې ده، د کورونو د بیا رغونې لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۸:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت د مهاجرینو ریاست د کارونو ارزونه وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پکتیکا ولایت د مهاجرینو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه
د ریاست کارکونکو. . .

بېرته خبرونه ته