د مهاجرینو چارو وزیر د خوست ولایت له والي سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي عبدالقیوم روحاني سره ولیدل
په دغه لیدنه کې په خوست ولایت کې د راستنو شوو مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو ستونزو ته په رسیدنه او همدا راز د قومونو ترمنځ د ځینو خپل منځي شخړو په له منځه وړلو، حللارو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې او وړ تصمیمونه ونیول شول