د مهاجرینو چارو وزیر د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګه‌والو له پلاوي سره وکتل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګه‌والو له پلاوي سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت او بنګلهدېش حکومت د اړیکو د څرنګوالي او لاښه تعامل په اړه خبرې وشوې، په پیل کې راغلو علماوو او پانګهوالو وویل، چې د نړۍ مسلمانان په افغانستان کې د جهاد د بریا او د اسلامي نظام د ټینګښت له امله خوښ دي او زیاته یې کړه، چې اسلامي نړۍ باید له اسلامي امارت سره نیږدې او ژورې اړیکې ولري.

هغوی د کابل او ډاکه اړیکې د پراختیا په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه، چې دواړه لوري باید مناسب تعامل او د پلاوو تګ راتګ زیات کړي.

هغوی وویل: په افغانستان کې د بشپړ امن په راتګ سره د پانګونې او صنعت لپاره غوره فرصتونه چمتو شوي او نړۍوال سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او پانګه‌والو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې له اسلامي هېوادونو سره نیږدې اړیکې او تعامل د اسلامي امارت د پالیسۍ لومړیتوب دی.

د نوموړي په خبر، چې په افغانستان کې د پرلهپسې جهادي دورو بریا او د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو د یووالي او یوه فکر څرګندونه کوي او ثابته شوې، چې پر افغان خاوره یوازې اسلامي حاکمیت دوام کولای شي.

محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې افغانانو ګڼې ستونزې ګاللې او اړتیا ده، چې نړۍ د افغانستان په رغونه کې همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګه‌والو له پلاوي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګه‌والو له پلاوي سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

رییس حمایت حقوقی وزارت امور مهاجرین از پروسه پذیرایی بیش از 100 تن مهاجر برگشت کننده از کشور ترکیه در میدان هوائی کابل بازدید بعمل آورد

محترم ملا نور حامد رئیس حمایت حقوقی وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان، در راستای نظارت از پذیرائی مهاجرین برگشت کننده افغان از کشور ترکیه، به تاریخ 17 سنبله، در میدان هوایی کابل حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .

بېرته خبرونه ته