د مهاجرینو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو د مخکښو علماو له پلاوي سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۸:۱۷
------

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د مصر د الازهر جامعې استاذ ښاغلي محمد الصغیر په مشرۍ د ترکیې، مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین د مخکښو علماو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
ښاغلي محمد الصغیر وویل، مونږ د ا. ا. په بریا خوښ یو او د راتګ هدف مو دا دی، چې له تاسو سره خپله خوښي شریکه کړو، ټول عربي هېوادونه له ط.. سره مینه لري او د بریا دوعاوې ورته کوي
یاد پلاوي د ا. ا. ا. بریا مبینه فتحه او د الله ـ جل جلاله ـ ځانګړې مرسته وبلله
د مهاجرینو چارو وزیر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نړیوال غواړي، چې پخپلو پوچو تبلیغاتو خلکو ته د ااا تصویر غلط وښیي او دا د علماو وجیبه ده، چې راشي اسلامي نظام له نږدې وویني او خپلو ولسونو ته د ا. ا. حقیقي تصویر وړاندې کړي
ښاغلي حقاني زیاته کړه، افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې ترټولو زیات مهاجرین، معیوبین، کونډې او یتیمان لري او مونږ د اسلامي نړۍ له علماو تمه لرو، چې ددوي په ستونزو، مشکلاتو او پالنه کې له مونږ سره همکاري وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته