د مهاجرینو چارو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف وزارت توشیح شوی قانون تشریح شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۱۴
-
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت توشیح شوی قانون پرون د لړم پر شلمه د ماسپښین له لمانځه وروسته د دغه وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر له خوا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته تشریح شو.
لومړی د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني خبرې وکړې او ویې ویل: دا د الله تعالی فضل دی، چې موږ یو اسلامي نظام لرو، یو نظام په نظم سره ژوندی دی او له نظم پرته ټولنه خرابېږي او نظام اغېزمنېږي. اسلامي نظام هر چا ته خپل حقوق ورکوي او پر ښو امر او له بدو منعه سپېڅلی نظام دی.
ورپسې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر وینا وکړه او وې ویل: الله جل جلاله موږ او تاسې ته غوره دین راکړی دی او اسلام زموږ ګډ دین دی.
موږ د دې دين خدمتګاران يو او د دين خدمت اړین دی.
هغه د مهاجرینو چارو وزارت کارکوونکو ته د توشیح شوي قانون په اړه نور معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د افغانستان مسلمانو خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي، یرغلګرو ته یې ماته ورکړې او نن دا اسلامي نظام د زرګونو مجاهدینو د سرښندنو پایله ده.
په همدې ډول د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د مرستیال د سفر ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: الله تعالی دې موږ ټولو ته د شرعي احکامو او اسلامي نظام د پلي کېدو په برخه کې توفیق راکړي.
اوس وخت رارسېدلی دی، چې خپله کورنۍ اصلاح او پخپل ځان اسلامي حکمونه پلي کړو.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: موږ د ولس خدمتګاران یو او شپه او ورځ د دوی په خدمت کې تیروو، په عدل او انصاف سره به زموږ نظام پرخپل ځای ولاړ وي. د یو بل د اصلاح هڅه کوو، توهین او سپکاوی به نه کوو.
په پای کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت د اسلامي احکامو په پلي کېدو کې یو رښتینی او واقعي نظام دی او د اسلامي امارت قانون پر ښو د امر له بدو د منعې قانون دی.
کوم ملت چې د امر بالمعروف قانون نه لري هغه کمزوری ملت دی او یو بل سره باید همکاري وکړو، چې د اسلامي احکامو او د شریعت د روښنایۍ پر بنسټ خپل نظام نور هم پېاوړی کړو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته