د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی کندز ولایت ته د بې ځایه شویو د لېږد د ترتیب په موخه لاړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
-
 
 
د مهاجرینو چارو وزارت د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې د رییس مولوي سردار شېرزاد په مشرۍ پلاوی کندز ولایت ته د بې ځایه شویو د لیږد د ترتیب په موخه لاړ.
د پلاوي مشر د کندوز له مرستيال والي مولوي حبيب الرحمن صهيب او د دغه ولايت د مهاجرينو له رییسمولوي عبدالولي محمدي سره وکتل او دغه ولايت ته يې د سفر موخې او لازم اقدامات بيان کړل.
شيرزاد له کابل ولايت څخه کندز ولايت چهاردرې ولسوالۍ ته د راستنېدونکو او بې ځايه شويو کسانو په باب لازم معلومات وړاندې کړل او هغه خبرې چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره مطرح شوې دي څرګندې کړې .
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د همکارو بنسټونو او د امارتي ادارو له استازو سره پر همکارۍ هم ټینګار وشو.
مرستیال والي په خپلو خبرو کې د پلاوي غړو او د کندز د مهاجرینو رییس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته