د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي د اسلام کلا سرحدي کرښه وکتله

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۵:۲۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوی د وږي پر یو دیرشمه هرات ولایت ته لاړ او د اسلام کلا سرحدي کرښه یې وکتله.
په دې پلاوي کې د وزارت مالي او اداري رییس مفتي مدیرګل احمدي، د څېړنې او معلوماتو رییس قاري احمدالله هاشمي او د ټیکنالوژۍ او ډېټابيس دوه آمران وو، چې د سرحدي آمریت لیدنه یې وکړه، د آنټرنیټ سیتسم او تخنيکي برخه یې فعال کړه او د دغه ولایت د مهاجرینو رییس سره یې له موسسو سره د همغږۍ ناستې وکړې او له هغوی سره یې په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو او خدمتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه راز د وزارت پلاوي په دې لیدنه کې له مسوولانو څخه خپل کړیدلي ولس ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته