د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال میدان وردګو ولایت ته لاړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي سید الرحمن حافظ سره یې ولیدل.
په دې لیدنه کې د مهاجرينو د ستونزو د حل او ورته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د دغه ولايت د مقام له هر اړخيزو همکاريو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو لپاره يې پر لا زياتو همکاريو ټينګار وکړ، چې د مرستيال والي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
له ښاغلي راشد سره په دې سفر کې د وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر هم ملتیا کوي.