د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال: فضیلت په تقوا کې دی

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۱:۶
-
 
 
"فضیلت په تقوا کې دی" دا خبره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن د غبرګولي اتمه د وزارت په جومات کې د دغه وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې څرګنده کړه.
مسلکي مرستیال د قران کریم سپېڅلو آیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه، مسلمانان د تقوا پر بنسټ پر یو بل فضیلت او غوره والی لري، نه د قوم، نژاد، مقام او ژبې پر بنسټ.
د هغه په وینا؛ په اسلامي نظام کې هېڅ ډول تبعیض، تعصب، قومپالنې او توکم پالنې ته ځای نشته، بلکې اصلي موخه د خلکو خدمت کول دي.
ښاغلي راشد وويل: له مناسبو شرايطو څخه په استفادې د دين د احکامو په زده کړه کې زيار وباسئ. هغه دغه راز د وزارت کارکوونکو ته په چارو کې د رښتینولۍ، ژمنتیا، مخلصانه خدمت او له مراجعینو سره د ښه چلن په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته