د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال فاریاب کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۲۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په فاریاب ولایت کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي سره وکتل.

د دغه سازمان استازي د خپلو مرستو او همکارۍ په اړه د وزارت مسلکي مرستیال ته معلومات ورکړل او ويې ويل: د مهاجرت نړيوال سازمان دنده دا ده، چې د هغو مهاجرينو پوښښ وکړي چې له ايران، پاکستان، ترکيې او نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

او د زیانمن شویو کورنیو لپاره سروې، نغدي مرستې، غیر خوراکي توکي او ژمنۍ مرستې او خپلو سیمو ته لېږد وکړي.

ښاغلي راشد د موسسو د کړنلارې پر بنسټ د دغه سازمان د فعالیت او د مهاجرينو چارو له رياستونو سره یې پر همغږۍ ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته