د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال په لوګر کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۲۱:۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو  له استازو سره ناسته وکړه.

په ناسته کې ښاغلي راشد وویل، چې موږ د محترم وزیر صیب الحاج خلیل الرحمن حقاني په لار ښوونه دغه ولایت ته سفر کړی تر څو د هغو کورنیو وضیعت له نږدې وڅارو چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي. موږ  لومړی هغه سيمو ته لاړو چې کورونه او کرنیزې ځمکې یې د سېلابونو له امله زیانمن شوي و، په همدې اساس په لوګر ولایت کې ټولې مرستندویه موسسې باید د شته امکاناتو څخه کار واخلي او هغه کورنیو سره چې مالي زیانونه یې لیدلي بشري مرستې تر سره کړي.

هغه د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه،چې یادو سيمو کې دې زیانمنو شوو کورنیو سره ژر تر ژره  بېړنۍ مرستې تر سره شي.

د یادو موسسو استازو وویل،چې د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سروې بشپړه شوې او په نږدې راتونکې به ور سره مرستې تر سره شي.

د ناستې په پای کې د (IOM،IRC اوWSTA) موسسو استازو ډاډ ورکړ، چې ټولو هغو کورنیو ته، چې په دې وروستیو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي ضاتلس قلمه مواد وویشل شي چې پکې د اړتیا وړ ټول توکي شامل دي .

ښاغلي راشد طبیعې پېښې یوه ستره ننګونه وبلله او ویې ویل بايد هڅه وشي چې د شته امکاناتو له مخې ور سره بېړنۍ مرستې تر سره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

د بلخ د مهاجرینو چارو رییس د مهاجرینو چارو وزارت له وزیر سره ولیدل

 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له رییس مولوي اسدالله وفا سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۱۷
Background image

د داخلي بې ځایه شویو د شمېر د یوکېدا دویمه تخنیکي ناسته وشوه

 د مهاجرینو چارو وزارت د مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان د استازو په شتون کې د داخلي بې ځایه شویو د شمېر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس  حاجي باﺯ محمد عبدالرحمٰن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وﺯير الحاج خليل الرحمن حقاني سره وليدل.
په دې ليدنه کې د ننګرهار د مهاجرینو. . .

بېرته خبرونه ته