د مهاجرینو چارو وزارت او د MPO موسسې ترمنځ د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تفاهم لیک لاسلیک شو.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۳۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د مصؤنیت په لور د خوځښت مؤسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د ياد شوي تفاهم ليک له مخې، ياده اداره به د بیا مېشتدنې او یو ځای کولو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ١٥ ميليونه ٦٩٢ زره او٤٠٠ افغانۍ او يو زره ٥٠٠ بې کوره ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځاى او بېلابېلو ادارو ته د استونې په برخه کې د پوهنې، تغذيې او روغتيايي خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه په کندهار او نیمروز ولایتونو کې مصرفوي.
ياد تفاهم ليک د مهاجرينو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان رئيس او د وزارت د مسلکي معینیت سرپرست مولوي محمود الحق احدي او د يادې ادارې د استازي له خوا لاسليک شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته