د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر یولي سره د کابل ښاروالۍ استازي په ګډون د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د یادې کمېشنرۍ له لوري راستنو شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره له کابل ښاروالۍ څخه د ځمکې ترلاسه کولو او د هغې د کرایې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مهاجرینو چارو وزارت په همغږۍ له یادې ښاروالۍ سره خبرې وشوې.
اغلې ونیسا د مهاجرینو چارو وزارت له همکاریو په مننې وویل: یاده کمېشنري غواړي، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ راستنو شویو ته پر نغدي مرستو سربېره بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي.
د کابل ښاروالۍ استازي د دغه اقدام ستاینې تر څنګ راستنو شویو ته خدمتونه وړاندې کول غوره کار وباله او ویې ویل: د هغوی ستونزو د کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده، یاده ښاروالۍ هڅه کوي، چې ستونزې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي او د مهاجرینو چارو وزارت په همکارۍ یې د حل لپاره لازمې هڅې وکړي، تر څو راستانه شوي له ښو خدمتونو او اسانتیاوو برخمن شي.
