د مهاجرینو چارو وزارت او د زرغون افغانستان د کرنې او مالدارۍ موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د زرغون افغانستان د کرنې او مالدارۍ موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې به د یادې موسسې له خوا د کابل ولایت پر ۱۰ زره بې ځایه شویو کورنیو د څلور ډوله خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۴۳ زره او ۳۷۵ امریکايي ډالره ولګول شي.
هوکړه ليک د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د موسسې د استازي له خوا لاسليک شو.